خبرونهنړۍ

بلاول بوټو زرداري: له افغانستان څخه د امریکا وتل د ترهګرۍ د زیاتېدو لامل شو

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوتو زرداري، چې واشنګټن ته په سفر تللی، له افغانستان څخه د امریکا وتل یې د ترهګرۍ د زیاتوالي لامل بللي او زیاته کړې، په دغه هېواد کې د امریکا پاتې وسلې پاکستان له ننګونو سره مخ کړی.
د اکونومیک‌ټایمز ورځپاڼې د جوزا په ۲۰مه لیکلي، د پاکستان پخواني بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې په غیرمستقیمو خبرو کې متحده ایالات او سیمه‌ییز شرایط د پاکستان د کورني امنیت ننګونو مسؤل وبلل.
هغه وویل: «موږ د ترهګرۍ، افغانستان او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کوو. دا هغه موضوعات دي چې په تېرو څو لسیزو کې زموږ او امریکا د اړیکو محور وو.»
بلاول بوتو زرداري ادعا وکړه، پاکستان د امریکا د وتلو د څرنګوالي له امله زیانمن شوی او په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي پوځي تجهیزات اوس د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورغلي.
د پاکستان د خلکو ګوند مشر د سیمه‌ییز او نړیوالو همکاریو د زیاتوالي غوښتنه وکړه ترڅو د ترهګرۍ له پاتې شونو سره مقابله وشي.

هغه زیاته کړه: «موږ د کابل له سقوط وروسته د ترهګرۍ د پاتې شونو پر وړاندې د مبارزې لپاره نورې سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لرو.»
هغه ټینګار وکړ: «که د وسلو په اړه واورئ، حیران به شئ چې ځینې وختونه موږ په خپله خاوره کې له دې ترهګرو ډلو سره جګړه کوو، هغه وسلې چې دوی له تور بازار څخه ترلاسه کړې، هماغه دي چې په افغانستان کې پاتې شوې.»
اسلام‌آباد څو ځله طالبان تورن کړي چې په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې یې ترهګرو ډلو ته پلورلې، خو طالبانو دا تورونه رد کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبانو او پاکستان وروستیو کې خپل دیپلوماتیک اړیکي ښه کړي دي.