
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
امریکا او چین له دوو ورځو مذاکراتو وروسته لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر صارداتو لګول شوي بندیزونه کم شي.
د دې هوکړې له مخې به له چین څخه امریکا ته د کمپیدا کانیزو توکو او له امریکا څخه چین ته د سافټویرونو، الوتکو او نورو سوداګریزو توکو پر صادراتو بندیزونه کم شي.
د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاوارد لوتنیک ویلي، چې دغه هوکړه د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له تائید وروسته پلې کېږي.