
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا، ناروې او نیوزیلنډ د اسرائیلو د امنیت په وزیر ایتامار بنګویر او د مالیې وزیر بزلل اسموتریچ د فلسطینیانو پر وړاندې د پاروونکو څرګندونو له امله بندیزونه لګولي دي.
په دې بندیزونو کې د سفر ممنوعیت او د هغوی د شتمنیو کنګل کول شامل دي.
دغه راز اسرائیلي چارواکو دغه ګام «شرم ناک» بللی او ګواښ یې کړی چې پر وړاندې به یې ځوابي اقدام وکړي.