
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن اریوبي په تاتارستان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د درېیم نړیوال فورم په څنډه کې د کازان ملي څېړنیز او تخنیکي پوهنتون او کازان فدرال پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې اریوبي د یادو پوهنتونونو له مسولینو سره د دوه اړخیزو علمي، څېړنیزو او درسي همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په وینا؛ دې کتنه کې د یادو پوهنتونونو مسولینو ژمنه کړې چې د افغانستان له مخکښو پوهنتونونو سره به د علمي او څېړنیزو اړیکو د پیاوړتیا، ګډو پروګرامونو د جوړښت، کیفیت تضمین، استادانو تبادلې، د نویو پروګرامونو د نصاب تبادلې، علمي مقالو د خپراوي او نورو علمي او څېړنیزو برخو کې د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.