افغانستانخبرونه

امریکا کې په ترهګرۍ تورن ۹ افغانان لا هم په تور نوملړ کې دي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا عدليې وزارت هغه ۵۵ افغانان په ترهګرۍ تورن کړي وو چې د تخلیې په بهیر کې امریکا ته تللي او بیا یې له دغه منځه ۴۶ تنه بېرته له دغه نوملړه ایستلي چې ۹ کسان اوس هم پاتې دي.

راپورونه زیاتوي چې امریکايي چارواکو د ناصر احمد توحیدي په نوم یوه کس تور پورې کړی چې د امریکا د وروستیو ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ یې د ترهګریز برید اراده درلوده.

تر اوسه د دغو کسانو د دوسیو په اړه څرګنده پایله نه ده وړاندې شوې.