افغانستانخبرونه

عاصم منیر امریکا ته سفر کوي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

زلمي خلیل‌زاد په اېکس لیکلي چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر به ژر امریکا ته سفر وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، تمه ده چې په دغه سفر کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د هند او پاکستان ترمنځ د سولې موضوع، د پاکستان د کانونو په برخه کې د امریکا د پانګونې مسئله او د واشنګټن او بېجینګ د اړیکو د ښه‌والي لپاره د اسلام‌اباد د منځګړیتوب وړاندیز وڅېړل شي.

ښاغلي خلیل‌زاد له اسلام‌اباده غوښتي، که غواړي د عاصم منیر سفر مثبت اغېز ولري، نو باید شکیل افریدي چې له تېرو څه باندې لسو کلونو راهیسې زنداني دی، ازاد کړي.