
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د «هېلوټرسټ» موسسه وایي، ۶.۴ میلیونه تنه په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له ګواښ سره مخامخ دي او دا هېواد د ځمکنيو ماینونو له اړخه د نړۍ یو له تر ټولو ککړو هېوادونو شمېرل کېږي.
دغې موسسې پر خپل اېکس له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په دغه برخه کې دې له افغانستانه ملاتړ وکړي.
د هېلو ټرسټ په وینا، دا اندېښنه شته چې د ماینونو او چاودېدونکو توکو ستونزه په افغانستان کې پر یوه هېر شوي ناورین بدله شي.