
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د کرېکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې دوه افغان لوبغاړي د روان ۲۰۲۵ کال د پنځوس اوریزو لوبو غوره الرونډر لوبغاړي ټاکل شوي دي.
د تازه درجه بندۍ لمخې، عظمت الله عمرزی له ۲۹۶ نمرو سره لومړی او محمد نبي عیسی خېل له ۲۹۲ نمرو سره دویم ځای خپل کړی دی.
په نوملړ کې نور لوبغاړي په ترتیب سکندر رضا، مهدی حسن میراز، مایکل براسوېل، برنډن مکولن، مېچل سنټنر، راشد خان، ګلېن مکسوېل او روېنډرا جډېجا دي.