افغانستانخبرونه

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو لومړۍ ډله کابل ته راورسېده

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د افغان حاجیانو لومړۍ الوتنه نن (چهارشنبه) د سعودي عربستان له جده هوایي ډګره کابل ته را ورسېده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې افغان حاجیان لومړی له مکې ښاره جدې ته لېږل کیږي او له هغه ځایه د اریانا افغان او کام‌اېیر هوایي شرکتونو له لارې، د ځانګړي مهال‌ویش پر بنسټ هېواد ته را لېږدول کیږي.

سږ کال ۳۰ زره افغانانو په دغو مراسم کې ګډون کړی و.