
کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر ایران کې د افغان ډاکټرانو سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې د متخصصینو پر وړاندې شته ستونزو ته به د حل لاره ومومي.
نورجلا جلالي ایران ته د خپل رسمي په سفر په ترڅ کې د دغه هېواد په پلازمینه تهران کې د افغان ډاکټرانو سره لیدلي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي په تهران کې د هغه افغان ډاکټرانو سره ولیدل، چې په تهران کې د طبي تخصص پرمختللي پروګرامونه تعقیبوي.
د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې جلالي ټینګار کړی چې د افغانستان خلکو د دوی خدماتو ته اړتیا لري او ژمنه یې کړې چې د دوی د زده کړو د بشپړېدو وروسته به په افغانستان کې ورته د خدمت فرصتونه برابر کړي.
د طالبانو دغه سرپرست وزیر همدارنګه ویلي چې د ایران کې به د افغان متخصصینو د ننګونو د حل لپاره به اقدامات وکړي.
د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی په داسې حال کې تهران کې میشت افغان متخصصینو ډاکترانو په افغانستان کې د خدمت فرصتونو د برابرولو ډاډ ورکوي، چې د نورو ادارو په ګډون په عامې روغتیا وزارت کې هم پراخه تشکیلات کم شوي.