خبرونهنړۍ

د روسیې بریدونو کې ۷۰ اوکرایني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې بې پیلوټه الوتکو تازه په اوکراین بریدونه کړي، چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۶۴ نور ټپيان شوي دي.

د اوکراین چارواکو اعلان کړی چې د روسیې د وروستیو بې پیلوټه الوتکو بریدونو په خارکیف ښار کې شپږ کسان وژلي او ۶۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۲۲مه) راپور ورکړی چې د روسیې بې پیلوټه الوتکو بریدونه د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکیف باندې نهه دقیقې دوام کړی، چې په ټپیانو کې نهه ماشومان هم شامل دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د روسیې بریدونو د انرژۍ تاسیساتو ته زیان اړولی او د اوکراین په دوو سویلي ولایتونو، میکولاییف او خرسون، کې د برېښنا پرېکېدو لامل شوی دی.

د خارکیف ښاروال ویلي چې مسکو د ۱۷ بې پیلوټه الوتکو سره دا ښار په نښه کړی، چې له امله یې په ۱۵ ودانیو کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.