
کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
چارواکي وايي، د پاکستان له بېلا بېلو بند خونو څخه ۱۲ افغانان ازاد او افغانستان ته را ستانه شول.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بند خونو څخه ۱۲ افغان کډوال ازاد شوي او د غبرګولي په ۲۱مه هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، دا کسان سره له دې چې اسناد یې درلودل، د پاکستان په بېلابېلو برخو کې نیول شوي وو او له ۱ تر ۵ ورځو پورې په بند کې وو.
یاد کسان د ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.