
کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د پنجاب ایالات راولپنډۍ ښار یوې محکمې ۴ مجرمین په دوه، دوه ځله مرګ او نغدي جریمه محکوم کړي دي.
دغه مجرمینو په ۲۰۲۴م کال کې د راولپنډۍ په اډیالا بند خونه کې په یوې میرمنې ډله ییز جنسي تیری کړی و او بیا یې هغه وژلې وه.
یادې محکمې څلور تنه په دوه، دوه ځله د مرګ په سزا د محکمولو ترڅنګ پرېکړه کړې، چې د قرباني شوې میرمنې کورنۍ ته به دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې تاوان ورکوي او دغه راز به ۸ سوه زره پاکستانۍ کلدارې جریمه هم پرې کوي.
پاکستاني رسنیو د دغه مجرمینو د هویت په اړه څه ندي ویلي، خو اټکل کیږي، چې حکومتي کارکونکي اوسي.