خبرونهنړۍ

هند کې د الوتکې غورځېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړو د ژوند کیسه

کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

د هندوستان احمد اباد ښار هوایي میدان ته څېرمه د یوې الوتکې غورځېدو پېښه قربانیانو کې هغه ۵ کسیزه کورنۍ هم شامله ده، چې د ښه ژوند په موخه لندن ته روان و او د خوښۍ وروستی سلفي یې په الوتکه کې اخیستی.

د هندي رسنیو په وینا، ډاکټره گنداند ویاس د هندوستان په عیدپور کې په یو روغتون کې کار کاوه او د ښه ژوند ترسره کولو په موخه یې دنده پرېښودلې وه، چې د خپل خاوند او درې اولادونو سره یو ځای لندن ته روان و.

هغه وروستی سلفي چې دې کورنۍ اخیستی، د دوی د مخ په رنګونو کې د خوښۍ حالات لیدل کیږي.

د هغې د کورنۍ د نږدې سرچینو په وینا، ډاکټره گومي ویاس او خاوند یې ډاکټر پرتیک جوشي دواړو په عیدپور کې د پیسیفک په نوم یوه روغتون کې دنده ترسره کوله.

ډاکټر جوشي څه موده وړاندې له لندن څخه راجستان ته د خپلې کورنۍ د لیږدولو په موخه تللی و.

د دې جوړې دوه جوړه یی زامن، نکل او پردیوت، پنځه کلن وو او لور یې، میریا، اته کلنه وه.

د پیسیفک روغتون ویاند وايي، گومي تازه خپله دنده پرېښې وه ترڅو په لندن کې د خپل خاوند سره ژوند وکړي.