
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ د برید پر پلان کولو تورن افغان، نصیر احمد توحیدي خپل جرم منلی دی.
نصیر احمد توحیدي تورن و چې د امریکا د سراسري ټاکنو پر ورځ یې د داعش په ملاتړ یو برید پلان کړی و.
د امریکا د فډرال څېړنیزې ادارې (اف بي ای) مشر کاش پټېل هم ویلي چې توحید د ټاکنو پر ورځ د یوه ترهګریز برید لپاره د چمتووالي جرم منلی دی.
ډیلي میل لیکلي چې ښایي نوموړی په ۳۵ کلونو بند محکوم شي.