
کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان مشهورې اداکارې عنایه خان په یوې یوې وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د شل اوریزو لوبو کپتان راشد خان سره د ټولنیزو اړیکو له لارې اړیکه لري.
هغې دا انکشاف په یوه ټاک شو کې وکړ او زیاته یې کړه، د راشد خان سره یې د یوه بل ګډ ملګري له لارې د اسنپ چېټ له لارې وشوه او وخت په وخت به یې له یو بل سره اړیکه کوله.
عنایه خان روښانه کړه چې د راشد خان سره یې هیڅ رومانوي اړیکه نشته او نه هم ورته راشد خان کله کوم وړاندیز کړی.
هغې وویل: راشد خان له وړاندې واده کړی دی، موږ یوازې رسمي خبرې اترې کوو، کله چې هغه کومه لوبه وګټي، نو زه په ټولنیزو رسنیو کې ورته مبارکي ورکوم.
تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو د راشد خان او د پښتونخوا هنر مندې لیلا خان ترمنځ د اړیکې د شتون خبرونه ورکړي وو.