
کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار په تورخم ښارګوټې کې مسؤلین وایي، د پاکستان له بند خونو څخه ۱۲۵ افغان بندیان ازاد او پرون د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د تورخم د کډوالو د لیږد امر بخت جمال ګوهر ویلي، دغه بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل و او د پاکستان په بند خونو کې د پنځو څخه تر لس ورځو پورې بند تیر کړی و.
نوموړي زیاتوي، دغه کسان د ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، کندوز، لوګر، بلخ، هرات، بدخشان، پکتیا او بغلان ولایتونو اوسیدونکي دي، چې د مرستو تر لاسه کولو په موخه نړیوالو مرستندویه ادارو ته ور وپېژندل شول.
په دې وروستیو کې د پاکستان لخوا ګڼ شمېر افغانان د بېلا بېلو لاملونه له امله نیول کیږي، چې د څو ورځو بند تیرولو وروسته افغانستان ته را لیږل کیږي.