خبرونهنړۍ

ایران د اسرائیلو په بریدونو کې د خپل هوايي ځواک د اوو قوماندانانو د وژل کېدو تصدیق وکړ

کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران سپاه پاسدارانو د اسرائیلو په بریدونو کې د خپل هوايي ځواک د اوو قوماندانانو د وژل کېدو تصدیق کړی دی.
د ایسنا د راپور له مخې، د سپاه پاسداران عامه اړیکو ویلي چې دا کسان د جمعې په سهار (۲۳ جوزا) د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي دي.
سپاه پاسداران دا کسان «محمود باقري، داود شیخیان، محمدباقر طاهرپور، منصور صفرپور، مسعود طیب، خسرو حسني او جواد جرسرا» معرفي کړي دي.
ایران له دې وړاندې د خپل هوايي ځواک د اصلي قوماندان، امیرعلي حاجي‌زاده د وژل کېدو تصدیق کړی و.
اسرائیلو هم اعلان کړی و چې د ایران د هوايي ځواک ډېری قوماندانان، چې په یوه غونډه کې وو، وژلي دي.