
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیل حکومت رسما له ایران سره د اوربند اعلان وکړ او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغې غوښتنې سره يې هوکړه وکړه.
په ورته وخت کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ: «په ایران کې د اټومي او توغنديزو ګواښونو له منځه وړلو موخې ته ورسېدو.»
هغه دغه راز د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه هم له دې امله مننه وکړه چې په خبره يې د ایران د اټومي ګواښ له منځه وړلو کې ورسره شریک شو.
دی وايي، چې د ټرمپ له لوري له ایران سره د اوربند وړاندیز سره يې هوکړه کړې ده او ټينګار يې وکړ چې اسرائیل به د ایران له لوري د اوربند څخه سرغړونې ته کلک ځواب ورکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د سه شنبې په سهار اعلان وکړ چې د ایرارن او اسرائیلو ترمنځ اوربند وشو او له دواړو غاړو یې اوربند ته د پابندۍ غوښتنه وکړه.