راه فردا ټلوېزیون له دوه میاشتني ځنډ وروسته بیا نشرات پيل کړل

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په افغانستان کې د راه فردا په نوم راډيو ټلوېزیون نن اعلان وکړ چې له دوه میاشتني ځنډ وروسته يې يو ځل بیا نشرات پيل کړل.
دا رسنۍ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون له لوري د یادې رسنۍ د کارکوونکو تر شکایتونو وروسته تړلې وه.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي وو چې د راه فردا ټلوېزیون د خبریالانو او کارکوونکو پرلهپسې شکایتونو وروسته هم د څوو میاشتو معاشونه نه وو ورکړي.
طالبانو ویلي وو چې څو ځلې یې په دې اړه ورته سپارښتنې هم وکړې خو ستونزه یې حل نه کړه او دوی اړ شول چې د محکمې تر پرېکړې یې فعالیت بند کړي.
تازه د راه فردا ټلویزیون پر فېسبوک پاڼه ولیکل: «د راه فردا راډيو – تلوېزیون له دوه میاشتني ځنډ وروسته خپل نشرات بیا پيل کړل.»
یادې رسنۍ له جزیاتو ورکولو پرته لیکلي چې اوسمهال د دغه تلوېزیون خپرونې په کاب لښار کې په عادي انتن او د سټلاېټ له لارې يې په ټوله نړۍ کې لیدل کېږي.
راه فردا ټلوېزیون یو خصوصي ټلوېزیون دی چې په ۱۳۸۶ کال کې یې کار پیل کړی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.