افغانستانخبرونه

چین په بلخ کې د ۲۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو سړه‌ خونه جوړوي

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

په بلخ کې د طالبانو ځایي چارواکي وايي، چین د ۲۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت په دې ولایت کې د میوو ساتنې په موخه یوه معیاري سړه خونه جوړوي.

د طالبانو د بلخ د ولایتي مقام رسنیز دفتر نن (سه‌شنبه، ۳ سرطان) اعلان وکړ، چې چین د میوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره په دغه ولایت کې د یوې معیاري سړې خونې د جوړېدو ژمنه وکړه.

اعلامیه زیاتوي، چینایي انجینرانو د دغه ولایت له ځایي مسؤلینو سره په لیدنه کې ویلي، چې یاده سړه خونه به د افغانستان سره د کرنې د ملاتړ په موخه جوړه کړي.

په خبر کې ندي ویل شوي، چې د دې سړې خونې د جوړیدو عملي چارې به کله او په څومره ظرفیت سره به پیل شي.