افغانستانخبرونه

د قطر لومړي وزیر د ایران لخوا په دې هېواد کې په امریکایي اډې برید وغنده

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د قطر لومړي وزیر د ایران له‌خوا په دې هېواد کې په امریکايي اډې د برید سخت غندنه وکړه.

د یاد هېواد لومړي وزیر په سختې اندېښنې سره د ایران له‌خوا په دې هېواد کې د متحده ایالاتو په پوځي اډه برید «د نه منلو وړ عمل» بللی او ټینګار یې کړی چې دا برید د قطر په سیمه کې د دیپلوماتیک رول سره په ټکر کې دی.

هغه همدارنګه د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند ماتول چې نن سهار رامنځته شو، د نه منلو وړ وباله او ویې ویل چې داسې کړنې دیپلوماتیکې هڅې له ننګونو سره مخ کوي.

د قطر لومړي وزیر د دې هېواد د دفاعي ځواکونو ستاینه وکړه چې د دوشنبې ورځې په برید یې په بریالیتوب سره کنټرول ترلاسه کړ او په قطر کې یې د امریکايي اډو ساتنه وکړه. 

ایران پرون ماښام په قطر کې د امریکا په اډې برید وکړ، چې د یادې اډې د ویجاړیدو ادعا یې وکړه، خو امریکا ویلي و، چې د توغندیزو د لګېدو مخه یې ونیوله.