
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اسرائیلو او ایران دواړو د هغه لهخوا وړاندیز شوی اوربند مات کړی دی.
هغه د ناټو غونډې لپاره هالنډ ته د سفر مخکې خبریالانو ته وویل، له دواړو هېوادونو، په ځانګړې توګه له اسرائیلو ناراضه دی.
د متحده ایالاتو ولسمشر بیا په «ټروت سوشل» ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «اسرائیلو، هغه بمونه مه غورځوئ، که دا کار وکړئ، دا به [د اوربند] سخت نقض وي. خپل پیلوټان کور ته راولئ.»
اسرائیلو د اوربند له پیل وروسته ایران په توغندیز برید او د اوربند په ماتولو تورن کړ.
د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرائیل کاټس وویل، د دې هېواد پوځ ته یې امر کړی چې په پوره قوت ځواب ورکړي او د تهران په زړه برید وکړي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو عمومي قوماندانۍ د اوربند له پیل وروسته پر اسرائیلو د توغندیو توغولو تور رد کړ.
په عین حال کې، په ایران کې د خاتمالانبیا قرارګاه اعلان کړی چې تر نن سهار ۹:۰۰ بجو پورې اسرائیلو پر دې هېواد درې ځله بریدونه کړي دي.
د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند نن سهار ۷:۳۰ بجې، د ۱۲ ورځني جنګ وروسته پلي شو.