
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
هرات ولایت کې د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ نن د ۳۶ ځوانو جوړو د واده ډله ییز مراسم ترسره شول.
دا مراسم د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په هرات کې د «شهرک المهدي جبرئیل» په نوم ځای کې ترسره شول.
د دې مراسمو یوه تنظیموونکي محمد اکبري وویل، د دې واده لګښت د هرې جوړې لپاره د انفرادي واده په پرتله له ۸۰ تر ۹۰ سلنې کم و.
هغه زیاته کړه چې په دې مراسمو کې هرې جوړې له ۳۰ تر ۵۰ زره افغانیو لګښت کړی دی.
یو شمېر ګډونوالو هم د دې مراسمو له ترسره کېدو هرکلی کړی دی.
په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د ډلهییزو ودونو جوړول زیات شوي او د ځوانانو او کورنیو له هرکلي سره مخ شوي دي.