
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دوحه کې د ایران سفیر علي صالحآبادي یې د ایران د سپاه پاسداران لهخوا په دې هېواد کې د متحده ایالاتو په پوځي اډه د برید په اعتراض احضار کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سلطان بن سعد المریخي د ایران سفیر په احضارولو سره د دې هېواد لهخوا په العدید اډه برید یو ځل بیا غندلی دی.
هغه ویلي، دا برید «د قطر د حاکمیت او هوايي حریم ښکاره نقض، همدارنګه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور نقض» دی.
د قطر مرستیال وزیر دا برید د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او ګاونډیتوب اصولو سره هم په ټکر کې بللی او ویلي یې دي چې د قطر دولت د ځواب ویلو حق خپل ساتي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په «العدید» پوځي اډه برید د متحده ایالاتو لهخوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په ځواب کې ترسره شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په ایکس کې لیکلي: «دا دفاعي اقدام هیڅکله باید د دوست او ګاونډي هېواد، قطر، پر ضد ونه ګڼل شي او د ایران اسلامي جمهوریت له دې هېواد سره خپلو ژورو او دوستانه اړیکو ته ژمن دی.»
د ایران سپاه پاسداران تېره شپه د متحده ایالاتو لهخوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په غبرګون کې په دوحه کې د متحده ایالاتو پوځي اډه په توغندیز برید سره په نښه کړه.
قطر سمدستي دا برید وغندلو او اعلان یې وکړ چې ټول توغندي یې شنډ کړي او هیڅ بشري تلفات نهدي رامنځته شوي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم وویل، په دې برید کې هیڅوک وژل شوی یا ټپي شوی نهدی او له ایران یې مننه وکړه چې دوی یې له دې برید څخه مخکې خبر کړي وو.
د دې برید وروسته، ټرمپ اعلان وکړ چې ایران او اسرائیل به اوربند وکړي او دا اوربند نن سهار د دواړو لورو ترمنځ پلي شو.