
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې په بېلا بېلو سیمو د اسرائیلو د نن ورځې بریدونو کې ۳۷ فلسطیني وګړی وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، یوازې ۲۹ کسانو د مرستو وېش مرکز ته نږدې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پر غزې د اسراییلو بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۵۵زره کسان وژل شوي او څه باندې ۱۲۰زره نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.