خبرونهنړۍ

د ټولنیزو رسنیو اړیکې؛ یوه بله امریکایي میرمن په یوه هلک پسې پاکستان ته رسیدلې

کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د مینډي په نوم یوه امریکایۍ میرمن چې د یاد هېواد شیکاګو ایالات اوسیدونکې ده، د فیس بوک له لارې له دوه کلنو اړیکو وروسته په یوه پاکستاني پسې دغه هېواد تللې.

د را پورونو له مخې؛ دغه میرمن په امریکا کې د یوه هوایي شرکت کارکوونکي ده، چې د ساجد زیب خان په نوم ځوان سره د واده کولو په موخه د خیبرپښتونخوا دیر سیمې ته رسیدلې ده.

ساجد زیب خان ویلي، چې دوه کالونو راهیسې له مینډې سره په فیس بوک کې اړیکه لري او د همدې رسنۍ له لارې یې د نوموړې د واده وړاندیز ومانه.

نوموړی وایي، د دوی دواړو واده به د خیبرپښتونخوا په دیر سیمه کې د اسلامي اصولو له مخې ترسره کیږي.

تر دې وړاندې څو نورې امریکایۍ میرمنې هم پاکستاني ځوانانو سره د ټولنیزو رسنیو له لارې اړیکې برابري کړي او د واده په موخه دغه هېواد ته تللي دي.