خبرونهنړۍ

ایران: لا هم ډیپلوماسۍ دروازې مو پرانیستي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تخت روانچي وایي، د دیپلوماسۍ دروازې لا هم پرانیستي، خو  ایران به د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: «تر هغو چې د متحده ایالاتو له لوري زموږ پر ضد کوم تجاوزکارانه عمل ترسره نه شي، موږ به نور ځواب ورنه کړو.»

تخت‌روانچي ټینګار وکړ چې ایران د خبرو اترو او دیپلوماسۍ پلوي دی، خو د متحده ایالاتو دولت باید موږ قانع کړي چې د خبرو اترو پر مهال به پوځي ځواک ونه کاروي.

د صهیونیستي رژیم پوځ په شمالي غزه کې د یوه پوځي په وژل کېدو اعتراف وکړ

د صهیونیستي رژیم پوځ اعلان کړی چې د فلسطین د مقاومت ځواکونو سره په جګړه کې د دوی یو پوځي په شمالي غزه کې وژل شوی دی. 

د رژیم د پوځ په وینا، گروهبان «یائیر الیاهو» د پوځ د انجنیري قواو له لشکر څخه و، چې د فلسطین د اسلامي مقاومت د مبارزینو سره په جګړه کې په شمالي غزه کې ووژل شو. 

تر دې مخکې، د صهیونیستي رژیم خبري سرچینو د روانې اوونۍ چهارشنبې په ورځ  د یوه بل پوځي د وژل کېدو خبر ورکړی و، چې د «ایګور» یگان غړی و او د یوه ټانک په چاودنه او د مقاومت د مبارزینو په یوه ترکیبي عملیاتو کې وژل شوی و. 

د صهیونیستي ورځپاڼې یدیعوت آحارنوت په وینا، په دې میاشت کې ۲۰ صهیونیستي افسران او پوځیان وژل شوي، چې له دې جملې څخه ۱۵ یې د جون په ۲۴مه د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې د جګړو پر مهال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ: هند پوري تړلي ۳۰ وسله‌وال مو وژلي

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې له افغانستان سره ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې یې، هند پورې تړلي، ۳۰ وسله‌وال وژلي دي.

د یاد هېواد د پوځ مطبوعاتي څانګې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله‌وال هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې، له افغانستان څخه دغه هېواد ته ننوځي.

د پاکستان پوځ له تېرو څو ورځو راهیسې په خېبرپښتونخوا کې د وسله‌والو پر ضد عملیات پیل کړي دي. یاد عملیات وروسته له هغې پیل شوي چې یاد ایالت کې د یوه ځانمرګي برید پرمهال ۱۶ پاکستاني سرتېري ووژل شول او یوشمېر نور ټپیان شول.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې ویلي: «امنیتي ځواکونو ښه مسلکيتوب، هوښیارتیا او چمتووالی وښود او د احتمالي ناورین مخه یې ونیوله. د پاکستان امنیتي ځواکونه د هېواد له سرحدونو د دفاع او د هند له لوري تمویل شوي تروریزم د ګواښ له‌منځه وړو لپاره خپلو ژمنو ته ټینګ او ثابت پاتې دي.»

د پوځ د رسنیو څانګې د افغانستان له واکمنانو څخه غوښتنه کړې چې د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو د تنظیمولو لپاره د «بهرنيو ډلو» له‌خوا د افغان خاورې کارول وڅاري او مخنیوی یې وکړي.

د افغانستان سرپرست حکومت له دې وړاندې په وار وار ویلي چې افغان خاوره کې بهرنۍ وسله‌والې ډلې فعالیت نه‌لري او اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

له ایران څخه تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱زره افغانان هرات ته راغلي

د هرات محلي مسوولان وايي چې د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال څه باندې ۳۱زره افغانان له ایران څخه بېرته هرات ولایت ته راغلي دي.

د کډوالو په چارو کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېسیون مسوولان همداراز زیاتوي چې د هرات اسلام‌کلا بندر له لارې تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران څخه ۳۱زره او ۳۰۳ افغانان بېرته راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون مشر او د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وايي چې له یادو راستانه شویو څخه ۱۸۸۱۶ کسان په زور او ۵۹۹۲ کسان بیا په خپله خوښه هېواد ته راغلي دي.

د نوموړي په وینا، په دې بهیر کې ۲۷ بې‌سرپرسته ماشومان هم پېژندل شوي او خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره د «ار‌ار‌اې‌اې» دفتر ته سپارل شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي ټينګار وکړ چې راستنېدونکو سره مرستې کېږي او یوازې د WASSA موسسې له لوري ۲۰۸۶۰ کسانو ته خوراکي توکي وېشل شوي دي.

د ایران او اسراییلو ترمنځ له جګړې راپدېخوا له ایران څخه افغانستان ته د افغانان د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی او په اوسط ډول هره ورځ له یاد هېواد څخه ۳۰زره افغانان هېواد ته راستنېږي.

امریکا کې ډزې؛ څلور کسان وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي

د امریکا په شیکاګو کې پولیس وايي چې د وسله‌والو کسانو د ډزو پرمهال څلور کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه د شیکاګو له ګڼې‌ګوڼې ډکې یوې سیمه کې شوی چې یوشمېر کسان د یوه رسټورانټ مخته راټول شوي او نمانځنه یې، کوله.

د شیکاګو پولیسو راپور ورکړی چې ۱۳ ښځې او ۵ سړي، چې عمرونه یې د ۲۱ او ۳۲ ترمنځ وو، د ډزو له کبله ټپیان شوي دي. وژل شویو کسانو کې دوه نارینه او دوه ښځې شاملې دي.

په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه نارینه شامل دي. تراوسه د یاد برید لامل نه‌دی څرګند شوی چې ولې وسله‌والو کسانو د یاد رسټورانټ مخته پر ورټولو شویو خلکو ډزې وکړې.

لږترلږه درې ټپیان په تازک وضعیت کې روغتونونو ته لیږدول شوي. پولیسو ویلي چې ټپیان سیمه کې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په ورته مهال پولیسو وویل چې موټرچلوونکی له پېښې وروسته په سمدستي توګه تښتېدلی او تراوسه څوک نه‌دي نیول شوي.  د شیکاګو د پولیسو سرپرست لاري سنېلینګ له خلکو غوښتنه وکړه چې د شکمنو کسانو د موندلو لپاره له دوی سره خپل معلومات او نښې شریکې کړي.

تر ۱۱ زرو ډېر افغان کډوال مکلف دي چې جرمني پرېږدي

د جرمني د کډوالۍ فدرالي ادارې (بامف) د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۱ زره او ۴۲۳ افغانان مکلف دي چې باید دغه هېواد پرېږدي. له دې ډلې ۹۶۰۲ کډوال د “دولدونګ” یا دغه هېواد کې د اوسېدو موقتي سند لري، خو پاتې نور یې بې اسناده دي.

د جرمني حکومت هڅه کوي چې په لومړي ګام کې مجرم افغان کډوال وباسي. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، هڅه کوي له طالبانو سره د دغو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه مستقیم توافق ته ورسیږي.

دا موضوع په جرمني کې له سیاسي مخالفتونو سره هم مخ شوې ده.

د ایکو د ۱۷مې سرمشریزې غونډه پیل شوه

د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) د ۱۷مې سرمشریزې غونډه نن جمعه (د چنګاښ ۱۳مه) په اذربایجان کې پیل شوه. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د یوه پلاوي په مشرۍ په دغه سرمشریزه کې ګډون کړی دی.

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې ملا عبدالغني برادر په دغه سرمشریزه کې د ګډون او وینا په موخه د غونډې عمومي تالار ته رسېدلی او د اذربایجان هېواد د ولسمشر له لوري یې هرکلی هم شوی دی.

په دغې سرمشریزه کې د ګڼو هېوادونو مشرانو او استازو ګدون کړی دی.