افغانستانخبرونه

چین د روسيې له خوا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو هرکلی وکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د چین رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد حکومت د روسيې له خوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو هرکلی کړی دی. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «مائو نینګ» په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ: « دوی د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د افغانستان له سرپرستې ادارې سره تعامل او خبرې اترې پیاوړې کړي.» 

نینګ زیاته کړه: « چین نړیواله ټولنه هڅوي چې په فعاله توګه د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي، د افغانستان په بیا رغونه او پراختیا کې مرسته وکړي، د ترهګرو ځواکونو پر وړاندې د هغوی له مبارزې ملاتړ وکړي او په مثبت ډول د سیمې په سوله، ثبات او هوساینې کې رول ولوبوي.» 

دې چارواکې وویل: «له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، پکن او کابل په یو بل هېوادونو کې خپل عادي فعالیتونه ساتلي او د دوه اړخیزو اړیکو په وده کې یې مثبت رول لوبولی دی.» 

نینګ ټینګار وکړ: «چین به د افغانستان له ټولو خلکو سره د دوستۍ پر بنسټ خپلې پالیسۍ ته دوام ورکړي او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د تبادلې او همکاریو ملاتړ به وکړي.» 

د چین په ګډون څو هېوادونو د طالبانو له سرپرستې ادارې څخه سفیر منلی دی، په داسې حال کې چې پکن په ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې خپل استازی کابل ته ولېږه. 

پرون روسيې د افغانستان د نوي سفیر اعتبارنامه په مسکو کې ومنله او په دې توګه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژنده. 

اردوغان: د ایران، لبنان او سوریې پر ضد د اسرائیل بریدونه د فلسطین د راپرځولو موخه لري

پارس تودي- د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوغان» وایي، د صهیونیستي رژیم له خوا پر لبنان، سوریې او ایران بریدونه د «فلسطین د خلکو د راپرځولو» په موخه ترسره شوي دي. 

د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې، اردوغان دا څرګندونې د جمعې په ورځ ماښام د اذربایجان په خانکندي ښار کې د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) په ۱۷مه غونډه کې د خپلې وینا پر مهال وکړې. 

د اناتولي خبري اژانس په وینا، اردوغان وویل: «موږ نه شو کولی د فلسطین قضیه پرېږدو او نه شو کولی چوپ پاتې شو، په داسې حال کې چې د بنیامین نتانیاهو کابینه زموږ سیمه د وینو حمام ته اړوي.» 

هغه زیاته کړه: «د اسرائیل د اوسني لومړي وزیر لاندې د پراخېدونکو یرغلونو پالیسۍ د سیمې سوله او ثبات تهدیدوي.» 

اردوغان ټینګار وکړ: «د اسرائیل یرغلونکې پالیسي زموږ د سیمې سوله تهدیدوي. موږ باید ژر تر ژره د دې جنایاتو د مخنیوي لپاره هڅه وکړو. پر لبنان، سوریې او ایران د اسرائیل بریدونه د فلسطین د خلکو د راپرځولو د پالیسۍ یوه برخه ده.» 

د افغانستان په اړه اردوغان وویل: «موږ باور لرو چې باید د افغانستان د خلکو د امنیت، سولې او پراختیا ملاتړ وکړو.» 

هغه د اکو غونډې ګډونوالو هېوادونو څخه وغوښتل چې له قبرس د ترکانو سره په ورزشي، کلتوري، اقتصادي او ګرځندوی برخو کې پیاوړې اړیکې جوړې کړي.

په غزه کې د فلسطیني مبارزینو له خوا د درېو نورو صهیونیستي عسکرو هلاکت

پارس تودي – صهیونیستي سرچینو تایید کړه چې د جمعې په ورځ یې د فلسطیني مقاومت مبارزینو له خوا په غزه کې درې صهیونیستي عسکر ووژل شول. 

د فلسطیني مبارزینو د جمعې په ورځ د یوه ضد ټانک موشک په ویشتلو سره د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې د صهیونیستي رژیم یو موټر په نښه کړ، چې په پایله کې یې د د صهیونیسټي رژیم دوه عسکر ووژل شول. 

تر دې مخکې د جمعې په سهار په شمالي غزې کې د فلسطیني مقاومت مبارزینو لخوا د یوه بل صهیونیستي عسکر د وژلو خبر ورکړل شوی و.