افغانستانخبرونه

کونړ کې یوه ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، د کونړ امنیې قومندانۍ پولیسو، هغه ماشوم چې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې تښتول شوی و، د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيدا او بیرته خپلې کورنۍ ته وروسپارل شو.

د قانع په وینا؛ د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی هم دی.