افغانستانخبرونه

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنري د بودیجې له کمښت څخه اندېښنه ښودلې

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، سږ کال افغانستان ته د ۱.۴ ميليونه کډوالو له راستنېدو سره اړتیاوې ډېرې شوي او د سرچینو په لټه کې دي څو له دغو  راستنو شویو سره چې څه باندې یو میلیون یې له ایرانه راغلي، مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان په یوه راپور کې زیاته کړې، چې ډلې یې ایران سره په پوله کې راستنېدونکو سره مرستې کوي خو د مالي سرچینو د کمښت او د راستنېدونکو د ډېر شمېر له امله به یې فعالیتونه له څو اوونیو زیات دوام ونه کړي.