
کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
غزني کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وایي، د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار په سپین بند سیمه کې تېره ورځ (جمعه) د یوه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله د یوې ښځې په ګډون دو تنه مړه او یو بل ژوبل شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د غزني د اندړ ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار په ملا نوح بابا سیمه کې یوه بله ټرافیکي پېښه هم شوې، چې د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون درې تنه پکې ژوبل شوي دي.
د پېښو لامل د ټرافیکي اصولو سرغړونه بلل شوې ده.