
کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، له نشه يي توکو سره د طالبانو چټکه مبارزه د دې سبب شوې چې روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپېژانده.
کابلوف دا څرګندونې د روسي ژبې راشا ډوډۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي دغه راز له ترهګرۍ سره د طالبانو مبارزه بل هغه علت په ګوته کړی چې له امله یې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندل شوی دی.
دی وايي، د طالبانو په رسميت پېژندل د افغانستان اقتصاد پياوړی کوي چې ورسره په دغه هېواد کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق کمېږي او دغه راز د ترهګرۍ ځالې په کې له منځه وړل کېږي.
د تېرې جمعې په شپه روسیه لومړنی هېواد شوی چې د ۲۰۲۱کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دوی حکومت په رسمیت پېژني.