افغانستانخبرونه

صالح: د طالبانو پګړۍ د ملي بیرغ ځای نه شي نیولی

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو او دغې ډلې له لوري په مسکو کې د افغانستان د ملي بېرغ د راکښته کولو چارې ته په اشارې سره ويلي چې – د طالبانو پګړۍ د ملي بیرغ ځای نه شي نیولی.

نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې طالبستان به له منځه لاړ شي او افغانستان به بیا رازرغون شي.

نوموړي ټينګار کړی: «ډاډمن اوسئ چې دا بیرغ به بېرته ورپېږي. د افغانستان عزت به بېرته راوګرځېږي. افغانستان یو بیرغ لري او هغه همدا دی.»

د تېرې جمعې په شپه روسیه لومړنی هېواد شوی چې د ۲۰۲۱کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دوی حکومت په رسمیت پېژني.