افغانستانخبرونه

۳۵۰ افغان محصلان د زده کړو په موخه پاکستان ته ورسېدل

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې ۳۵۰ افغان محصلان د «علامه محمد اقبال» سکالرشپ له لارې د لوړو زده‌کړو لپاره دغه هېواد ته ورسېدلي دي.

 ډان ورځپاڼې شنبه د چنګاښ پر ۱۴مه، راپور ورکړی چې دا سکالرشپونه د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمیسیون له‌خوا په پام کې نيول شوي دي.

د راپور له مخې، ۵۰ محصلان به د دوکتورا په کچه او ۱۰۰ نور محصلان به د ماسټرۍ په کچه د زده کړو لپاره د روان کال په سپټمبر میاشت کې پاکستان ته ولاړ شي.

د راپور له مخې، د علامه محمد اقبال سکالرشپ پروګرام د پاکستان د حکومت یو لوی نوښت دی چې په ترڅ کې یې ۴۵۰۰ سکالرشپونه افغان محصلانو ته ورکول کېږي.

په هغه عکس  کې چې د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمیسیون له‌خوا خپور شوی، افغان نجونې هم د محصلانو په ډله کې لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د نجونو پر مخ  پوهنتونونه او ښوونځي تړلي دي