
کابل ټیلیګراف – ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې (د ۱۴۰۲ کال د میزان ۱۵مه) راهیسې د اسرائیلو له لورې پر غزې د بریدونو په پایله کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۷ زره او ۲۶۸ تنو ته ورسید.
دې وزارت راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې روغتونونو ته ۱۳۸ جسدونه او ۴۵۲ ټپیان انتقال شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۱۸مې راهیسې، کله چې په غزه کې اوربند مات شو، د وژل شویو کسانو شمېر ۶ زره او ۷۱۰ او د ټپیانو شمېر ۲۳ زره او ۵۸۴ ته رسېدلی دی.
د غزې د روغتیا وزارت زیاته کړه، د دې شمېرو په حساب، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د شهيدانو شمېر ۵۷ زره او ۲۶۸ او د ټپیانو شمېر ۱۳۵ زره او ۶۲۵ ته رسېدلی دی.