خبرونهنړۍ

اسرائیل د غزې د اوربند د خبرو لپاره مذاکراتي ټیم قطر ته لېږي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د عربي رسنیو په وینا، اسرائیل اعلان کړی چې د غزې د اوربند په اړه د خبرو لپاره به یو مذاکراتي ټیم نن دوحې ته واستوي.

دغه ډله به  د متحده ایالاتو او قطر له خوا د وړاندیز شوي اوربند په اړه خبرې وکړي. 

د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر ویلي، د حماس له خوا د قطري وړاندیز په اړه د بدلون غوښتنه د منلو وړ نه ده. 

د عربي رسنیو په یوه راپور کې ویل شوي، د اسرائیل لومړي وزیر نتانیاهو خپلو سخت دریځه متحدینو ته ډاډ ورکړی چې پرته له دې چې په غزه کې پوځي ځواک (حماس او نورې ډلې) له منځه یوسي، جګړه به ونه دروي.