افغانستانخبرونه

سرچینې: په بدخشان کې د آغاخان بنسټ مذهبي مشر ووژل شو 

کابل ټیلیګراف – ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د بدخشان ولایت محلي سرچینو رسنیو ته ویلي، د زیباک ولسوالۍ د آغاخان بنسټ د «مذهبي قنسول» مسوول فضل احمد پایيز تېره شپه په خپل کور کې د نامعلومو وسله‌والو له خوا وژل شوی دی. 

سرچینو ویلي، نامعلومو وسله‌والو د جمعې په ماښام په تیزاب کلي کې، په خپل کور کې پر فضل احمد پایيز برید وکړ او له کوره یې د ایستلو وروسته هغه په ډزو وواژه. 

د طالبانو محلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 

هغه انځورونه، چې رسنیو ته رسېدلي، د هغه وینو ډک جسد ښيي. 

دا په وروستیو میاشتو کې د اسماعیلیانو ټولنې پورې اړوند دویمه هدفي وژنه ده.