خبرونهنړۍ

د کلفرونیا په ځنګلونو کې یو ځل بیا اورلګیدنه پیل شوې

کابل ټیلیګراف – ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ د امریکا متحده ایالاتونو د کلفرونیا ایالت د سان لوییس اوبیسپو سیمو کې په ځنګلونو کې له تیرو دوه ورځو راهیسې اور لګیدنه رامنځته شوې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې لګیدلی اور تر دا مهاله د اور وژونکو ډلو له لورې تر لس سلنه پورې کنټرول شوی.

راپور کې راغلي چې تر دې دمه تر ۸۰زره جریبو پورې سیمې ته اور پراخ شوی او لا هم مخ په وړاندې روان دی.

د کلفرونیا د اوروژنې اداره وايي چې دا د سږکال تر ټولو لوی اور دی.