
کابل ټیلیګراف – ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ټرمپ ادارې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچیسکا البانيزي بندیزونه لګولي دي. نوموړې د غزې په تړاو د اسرائیلو د پوځي برید تنده منتقده بلل شوې ده.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا اقدام د هغې له خوا د نړیوالې جزایي محکمې (ICC) له ملاتړ سره تړاو ورکړ. یاده محکمه، چې یو شمېر قاضیان یې مخکې د امریکا له خوا بندیزونو سره مخ شوي، غواړي د امریکايي او اسرائیلي اتباعو پر ضد قضیې پرمخ یوسي.
روبیو وویل، البانيزي له نړیوالې جزایي محکمې سره مستقیم تعامل کړی، له همدې امله امریکا پرې بندیزونه لګوي. نوموړي ادعا وکړه چې هغه د ملګرو ملتونو د ځانګړې راپور ورکوونکې په توګه د دندې وړ نه ده.
دغه بندیزونه به ښایي البانيزي له دې منع کړي چې امریکا ته سفر وکړي او که یې هلته کومه شتمني وي، هغه به کنګل شي.
دا تازه ګام د ټرمپ ادارې له خوا د نړیوالې جزایي محکمې پر ضد د پیل شوې مبارزې یو بل پړاو دی. وړاندې امریکا د دې محکمې پر څلورو قاضیانو هم بندیزونه لګولي دي.