
کابل ټیلیګراف – ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
حماس اسلامي غورځنګ اعلان کړی، چې غزه کې د اوربند لپاره یې د ۱۰ اسرائیلي بندیانو له خوشې کېدو سره موافقه کړې.
حماس په یوه اعلامیه کې ویلي: «د غورځنګ مشران د روانو مذاکراتو د بریالیتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو داسې هر اړخیزه پرېکړه وشي چې د ملت پر وړاندې مو جګړه پای ته ورسوي، بشري مرستو ته لاره هواره کړي او په غزه کې د مخ پر زیاتېدونکي رنځ کچه راټیټه کړي.»
دغه راز حماس ټینګار کړی چې یو شمېر موضوعات، لکه د مرستو دوام، له غزې څخه د اشغالګرو وتل او د تلپاتې اوربند لپاره ریښتیني تضمین په تړاو لا هم مذاکرات کېږي.