
کابل ټیلیګراف – ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د بلوچستان صوبې په پشین سیمه کې د فیض الحق په نوم یو ۵۵ کلن کس د ثانوي زده کړو ( میټریک ) ازموینه کې د مجموعي ۶ سوه نمرو په تر لاسه کولو سره په دویمه درجه فارغ شو.
فیض الحق د پشین په سیمه کې د هلکانو په یوه حکومتي ښوونځي کې د ملازم په توګه دنده ترسره کوي، چې د کورنۍ د کفالت له امله یې د زدهکړې شوق نیمګړی پاتې و.
هغه ویلي، چې د میټریک ازموینې په پاس کولو سره یې د ښوونځي د زده کړو علاقه پوره او نورو زده کړو ته به چمتوالی ونیسي.