
کابل ټیلیګراف – ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر د برازیل پر وړاندې د ۵۰ سلنه ټیرف (محصول) لګولو ګواښ کړی دی.
ټرمپ د برازیل د پخواني ولسمشر جایر بولسونارو پر وړاندې د کاروايي هڅې “سیاسي انتقام” بللی دی.
د برازیل اوسني ولسمشر لولا دا سلوا وایي، بولسونارو په ۲۰۲۲ کال انتخاباتو کې له ماتې وروسته د اقتدار د ساتلو په موخه جوړ جاړی کړی و.
همدارنګه، هغه وایي، بولسونارو د پلازمېنې برازیلیا په پارلمان او نورو دولتي ادارو باندې د برید لپاره خلک پارولي دي.
ولسمشر لولا دا سلوا ویلي، چې هیڅوک د قانون نه پورته نه دی او دوی به د هیچا مداخله ونه مني.
د یادونې وړده، لولا دا سلوا د اسرائیل لخوا د فلسطینیانو وژنې “نسلوژنه” بللې وې، چې له امله یې امریکا او اسرائیل سخت غبرګون ښودلی و.