خبرونهنړۍ

پوتین دا ځل د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له دندې ګوښه کړ

کابل ټیلیګراف – ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل بوګدانوف له دندې ګوښه کړ، دغه راز یې د منځني ختیځ او افریقا لپاره د ولسمشر د ځآنګړي استازي بست څخه هم لري کړ.

بوګدانوف له تېرې یوې لسیزې راهیسې په دې دواړو دندو کې کار کاوه او د روس په منځني ختیځ او افریقا پورې اړوند سفارتي تګلارو کې یې مهم رول لوبولی و. 

هغه د شام، لیبیا او د سیمې په نورو هیوادونو کې د روس سفارتي ماموریتونو مشري کړې او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په شمول نړیوالو اسلامي سازمانونو پورې اړوند چارې یې هم څارلې.

د هغه د ګوښه کولو لامل نه دی ښودل شوی. 

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې پوتین د ټرانسپورټ وزیر رومن ستاروویت هم له دندې ګوښه کړی و، چې له څو ساعتونو وروسته نوموړی په خپل موټر کې مړ وموندل شو.

د روسي تفتیشي چارواکو په وینا، ستاروویت ښايي ځان‌وژنه کړې وي، ځکه چې د هغه په بدن د ګولۍ زخم موندل شوی و.