خبرونهنړۍ

د اسرائیلو بریدونو له امله غزه کې ۶۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیلي پوځ بریدونو له امله په تیرو څلرویشت ساعتونو کې د غزې په بېلا بېلو سیمو کې ۱۰۵ فلسطینیان وژل شوي او۵۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د مارچ په میاشت کې د اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د اسرائیلي بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۷۱۱۸ ته رسیدلی دی. 

بل لوري ته، د حماس په ډزو کې یو اسرائیلي سرتیری وژل شوی.

د اسرائیلي پوځ ویاند په وینا، حماس غړو هڅه کوله یو اسرائیلي سرتیری وتښتوي.

د ویاند په خبره، د مقاومت پر مهال د اسرائیلي پوځ د بلډوزر چلوونکی ابراهام په ډزو کې ووژل شو، او په ځوابي کاروايي کې د حماس دوه غړي ووژل شول.