
کابل ټیلیګراف – ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پکتیکا ولایت په یحییخیل ولسوالۍ کې د چاقو په برید کې ۲ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د والي دفتر وایي، د محمد انور په نوم یو کس په یحییخیلو ولسوالۍ کې تېره شپه مهال د غلاممحمد په کور برید کړی، چې په پایله کې یې غلاممحمد په ګډون دوه کسان په چاقو وهلو سره وژلي او ۴ نور یې ټپيان کړي.
ویل کیږي، د ټپیانو له ډلې د یوه کس حالت نازک دی.
د طالبانو د پولیسو قوماندان عیدمرجان «مسلمیار» د پېښې سیمه کې بریدګر له چاقو سره نیولی دی.
د پېښې د قتل انګېزه نه ده روښانه شوې او تحقیقات یې روان دي.