
کابل ټیلیګراف – ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو سفیر محمدالرحمن په قزاقستان کې له چارواکو غوښتي چې د روس په څېر طالبان په رسمیت وپېژني.
د طالبانو د سفارت په وینا، د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف د دواړو اړخونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
قزاقستان د روس په څېر طالبان له تور نوملړ څخه ایستلي او په تېرو څلورو کلونو کې یې له طالبانو سره پراخې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ټینګې کړې دي.
خو تر اوسه یې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.