خبرونهنړۍ

د کینیا ولسمشر پولیسو ته امر کړی چې د لاریون‌کوونکو پر پښو ډزې وکړي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د کینیا ولسمشر ویلیام روټو پولیسو ته امر کړی چې د لاریون‌کوونکو د مخنیوي لپاره د هغوی پر پښو ډزې وکړي.

د کینیا په نایروبي ښار کې سلګونه ځوان لاریون‌کوونکي د یو سیاسي بلاګر د وژنې په غبرګون کې له تېرې میاشتې راهیسې لاریونونه کوي.

د بې‌کارۍ او د پولیسو د “ظلم او فساد” په اړه شکایتونو دا لاریونونه نور هم تود کړي دي. 

تر اوسه په دې لاریونونو کې ۳۱ کسان وژل شوي دي.

پولیسو د نایروبي ښار ځینې برخې تړلې او د خلکو د تیت‌پرې کولو لپاره یې اوښکې‌بهونکی ګاز، د اوبو توپونه او ګولۍ کارولې دي.

روټو ویلي، چې د چا د وژنې پرځای باید د لاریون‌کوونکو پر پښو ډزې وشي، ترڅو دوی روغتون ته لاړ شي.