
کابل ټیلیګراف – ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د مولوي عبدالملک د کورنۍ سرچینو د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې طالبانو نوموړی کابل کې له یوې جومات څخه نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی.
طالبانو په ۱۴۰۱ کال کې هم عبدالملک د مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولی و، خو دوه کاله وروسته یې خوشې کړ.
د هغه کورنۍ د مقاومت جبهې سره د هغه اړیکې ردوي او ویره لري چې د طالبانو تورونه به د هغه ژوند له خطر سره مخ کړي.
مولوي عبدالملک د پنجشیر د درې ولسوالۍ د عبداللهخیل کلي اوسیدونکی دی.