خبرونهلوبېنړۍ

کارلو انچیلوټي د مالیې تېښتې په تور په یو کال بند محکوم شو

کابل ټیلیګراف – ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د هسپانیې په مادرید ښار کې یوې محکمې د رئال مادرید پخواني روزونکي او د برازیل ملي ټیم اوسني روزونکي کارلو انچیلوټي د ۲۰۱۴ کال د مالیې تېښتې په تور یو کال تعلیقي بند محکوم کړ.

نوموړي ته د ۳۸۶ زره یورو جرمانه هم لګول شوې ده. 

د هسپانیې څارنوالۍ ویلي، انچیلوټي د خپلو عایداتو یوه برخه، چې د تصویر اخیستنې حقونو پورې اړه لري، د قراردادي شرکتونو له لارې پټه کړې او له یو میلیون یورو څخه کمه مالیه یې پرې کړې ده.

انچیلوټي ویلي، چې هغه د دې موضوع په اړه نه و خبر او د درغلۍ نیت یې نه درلود.

دغه سزا د هغه د نه‌جنایي مخینې او د کمې مودې له امله عملي نه شوه.